فرهنګ

د ځوانانو دملي پاليسۍ دتطبيق لپاره دپنځه کلنې ستراتيژۍ دتدوين تخنيکي کميټې غونډه وکړه .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دځوانانو دملي پاليسۍ دتطبيق لپاره دپنځه کلنې  ستراتيژۍ دتدوين دتخنيکي  کميټې لومړۍ غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو په معينيت کې جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال د خبر له مخې، دغه غونډه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانودچارومعين تيمورشاه اسحق زي اوداړوندو وزارتونو اوادارو ، دکارکوونکو او کارګرانو اتحاديې ، دمدني ټولنې ، دځوانانو دمدني بنسټونو او په کابل کې دملګروملتودسازمان ددفتردبيلابيلو څانګو داستازو په ګډون جوړه شوه .  په دې غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانودچارو معين په بيلابيلو برخو کې دځوانانو يولړ ستونزې په ګوټه کړې او څرګنده يې کړه چې دغه ستونزې  ديوې سيمې پاليسۍ  دنشتوالي زيږنده دي.
ده زياته کړه دځوانانو ملي پاليسي چې دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا داړوند ادارو او بنسټونواودغه  راز  دځوانانو د بنسټونوپه مرسته چمتو شوې ده دروان کال دوږي په مياشت کې دوزيرانو شورا له خوا تصويب شوه او نن جلا جلا کميټې دځوانانو دپنځه کلنې ملي ستراتيژۍ دجوړښت  او ددندو دلايحې  په باب خبرې  کوي .  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت دپلان او پاليسۍ رييس سيد مصطفي  سعدي دباختراژانس خبريال ته وويل دځوانانو دملي پاليسۍ  دتطبيق لپاره چې دځوانانو ټولې ستونزې پکې په ګوټه   شوي دي او دحل لاره يې پيشنهاد شوى دى او دافغانستان ددولت يو ملي سند اوليکلې ژمنه ده.
موږ په پام کې لرو چې يوه پنځه کلنه  تطبيقي ستراتيژي تدوين کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته