ټولنه

ديني عالمان : وژنه ، فساد او په ناحقه د وينې تويول له شيطان څخه پيروي دى

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٣ :
د کابل ښار دجوماتونو او تکيه خانو ملاامامانو، خطيبانواو واعظانو نن دجمعې دلمانځه له ادا کولـــو مخکې په خپلو ديني موعظو کې  سوله او ثبات  يو الهي نعمت  ، جګړه ، د وينې تويول  او د انسانانو وژنه يې  شيطاني عمل   وباله.
د باخترآژانس دخبــــريال دخبرله مخې : د کابل ښار د جوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو ، خطيبانو او  واعظانو نن دجمعې دلمانځه له ادا کولو مخکې په خپلو ديني موعظو کې دنفس وژل يو شيطاني عمل وباله او ټينګار يې وکړ هغه  کسان چې دمسلمانانو په وژنې اوپه ناحقه د وينې په تويولو سره د خداى ج  په ځمکه فساد رامنځته کوي دوزخ  ته د ننوتلو لپاره ځان ته سببونه برابروي ، د نفس وژل په قصدي او عمدي ډول او له کوم شرعي مورد پرته دانسانانو دوينې تويول او د ديني لارښوونو په وړاندې دريدل  له رجيم شيطان سره يوځاي  کيدل دي .
دوى ټينګار وکړ چې  بايد په تحريف شويو خبرو،کاذبو شعارونو او په  نامعينو هدفونو سره انسانان ونه وژل شي اوهم په دې ترتيب هغو کړيوته چې له اسلام څخه بهرد مسلمانانو دحالت  څارنه کوي  په  پوهي او يا ناپوهي سره خدمت وشي
د کابل ښار دجوماتونو او تکيه خانو ملاامامانو ، واعظانو اوخطيبانو يوځل بيا ځانمرګي بريدونه ، بې موجبه وژنې ، دماينونو ښځونې او دهېواد ويجاړول دشيطان له عمل څخه پيروي دى ځکه دا رجيم شيطان دى  چې دانساني ټولنو ترمنځ د فساد ، دښمنۍ او نفاق د پراختيا په لټه کې دى او پرموږ مسلمانانو لازمه ده چې خپل فردي او ټولنيز عملونه له ديني زده کړو، اسلامي ارزښتونو  او د قرآن او شريعت له لارښوونې سره پرتله کړو او هغه عمل څخه  چې د الله ج  د نارضايتۍ او د لعين شيطان دخوښۍ سبب کيږي ، لرې والى  وکړو.
دوى ګران اسلام هر اړخيز دين  وباله  چې د هرې ستونزې دحل لپاره مشخصې لارښوونې کړي دي . نو ددغه شان لارښوونو او ددغه شان بشپړ دين په شتون سره  د جګړې ، وژنو ،  ځانمرګو بريدونو او  چاودنو دوام  به  مانا  ونلري.
خطيبان  او واعظان له دوسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې  دافغانستان دځوريدلو خلکو دردونه او کړاونه درک کړي  او له دې څخه زيات دهېواد دنا آرامۍ ، ويجاړۍ او بې ثباتي سبب نه شي  او نورخپل  لاسونه دانسانانو په وينو سره نه کړي . که چېرې کومه ستونزه اويا خبره لري  کولاى شي د دولت له مشرانو  او عالمانو سره طرحه کړي چې د حل لاره ورته  ولټول شي ځکه قرآن  عظيم الشان سوله  خير بللې ده  او د شوراګانو په جوړولو يې ټينګار کړى دى.
د جمعې له لمانځه څخه وروسته  لمونځ کوونکو دکابل د وروستي تروريستي پيښې د شهيدانو روح ته دعا وکړه او شهيدانو ته يې دالله (ج) له دربار څخه دفردوس جنت ،د قربانيانوکورنيوته يې دجميل صبر او ټپيانو ته يې دسملاسي روغتياهيله  کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته