ټولنه

دمحمد حنیف اتمردډآډګيرنې پيغام

کابل باختر د زمري  اوومه
د شهید حشمت خلیل کرزي د شهادت د دریم تلین په مناست د ملي امنيت دسلاکارمحمد حنیف اتمر د تسلیت پیغام
زموږ د هېواد او ملت قسم خوړلي دښمنان د هېواد د سیاسي، مذهبي، علمي شخصیتونو او قومي مشرانو د ترور له لارې غواړي چې د نظام ټولنیز بنسټونه کمزوري کړي.
د اختر پر ورځ، د اختر د مبارکۍ پر مهال، د قومي مشر، ملي شخصیت ارواښاد شهید حشمت خلیل کرزي شهادت د دغې کرغېړنې لړۍ یوه دردوونکې پيښه وه. د وطن او ملت دښمنانو په دې ډول وحشیانه کړنو سره په وار وار ثابته کړي، چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته هېڅ ډول درناوی نه لري.
د افغانستان د ټول ویاړلي ملت په خاص ډول زموږ د مشرانو او ملي شخصیتونو خلاف بې رحمه ترهګریزې توطیې دا ثابتوي، چې زموږ د خلکو او مشرانو اراده، د هېواد د پرمختګ په لاره کې ثابته او ټينګه ده. زموږ باتدبیره ولس، چې د یوه ستر تاریخي ازمون څخه د تېریدو په حال کې دی د خپلو مشرانو او د خپلو ځوانو سرتېرو قربانیو ته د قدر په سترګه ګوري. د هېواد هغه اصیل بچي چې په خپلو وینو یې د دې ملت د پرمختګ، سوکالۍ او حیثیت سمسور بڼ ښېرازه ساتلی دی، د تل له پاره د خپل ولس په حافظه کې ژوندي دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د شهید حشمت خلیل کرزي د شهادت د دریم تلین په مناسبت د هغه کورنۍ او د افغانستان ملت ته یو وار بیا د تسلیت مراتب وړاندې کوي، اود لوی خدای (ج) په دربار کې شهید ته د فردوس جنت هيله کوي.
د ملت د ټولو شهیدانو یاد به تلپاتی وي!

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته