امنیت

څليرويشت تنه وسله وال طالبان په ولايتونو کې ووژل شول .

کابل باختر دزمري  اتمه

  څلور ويشت تنه  وسله وال طالبان دلوګر ، ميدا ن وردګو  او دپکتيکا  په ولايتونوکې  دافغان او دناتو دځواکونو د پوځي عملياتو له امله وژل شوي دي .

 دغه عمليات په تيرو  څلور ويشتو ساعتو کې دپکتيکا د ارګون اوبرملي ، دلوګر د بره کي برک  اودميدان وردګو دنرخ ولسواليو په مربوطاتو کې ديرغلګرو  طالبانو په پټنځايونو  ترسره شوي دي .

  د  ٢٠٣ تندر قول  اردو يو اړونده مقام باختر اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې څه ناڅه شل تنه جګړه ماران  ټپيان شوي دي او دهغوي په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل  دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 ده تائيده کړه چې ديرغلګرو   په مړو کې  په برملي ولسوالۍ کې دوسله والوطالبانو يو سيمه ئيز  قوماندان قاري عبدالرحمن هم شامل دي .

 ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې  په واټونو کې  دوه ديرش ځاى پرځاى شوي ماينونه هم دافغان او د ناتو دځواکونو  لاس ته ورغلي او شنډ کړي شوي دي .

 دملي اردو دغه مقام وايې چې ددغو عملياتو  په بهير کې  افغان او دناتو  ځواکونو ته  زيان نه دي اوښتي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته