سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دکابينې فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٧  :
د افغانستان داسلامي جمهوريت  دکابينې فوق العاده غونډه پرون له غرمې وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ  دجمهوري رياست په ارګ کې  جوړه شوه .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
په پيل کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  کابينې  وروستۍ ځانمرګى بريد چې په پکتيکا ولايت کې  زموږ ديو شمير ګرانو هېوادوالو دشهادت او ټپي کيدو سبب شو ، په کلکه وغانده او ددغې پيښې شهيدانو ته يې  دفردوس جنت   اوټپيانو ته د لوى  خداى (ج)  له دربار څخه د بيا روغتيا هيله وکړه.
وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  په هېواد اوپه تيره بيا په کابل ښارکې ددولتي ځمکو په  اړوند غونډې ته معلومات ورکړل او لارښوونه يې وکړه چې  هيڅ دولتي ارګان د موظف کميسيون له موافقې او نظر پرته ددغو ځمکو د پلورنې حق نلري  او د ماليې او دښار جوړولو دچارو دوزارتونو ، دافغانستان د ځمکې دخپلواکې  ادارې   او د جمهوري رياست دچارو د ادارې دلوى رياست   د واکمنو استازو په ګډون کميسيون موظف دى چې  د بشپړ شفافيت د تامينولو په مقصد  دې  په کابل ښار او نورو ولايتونو کې   دولتي ځمکې  تثبتې کړي.
دغه راز د ښاري ودانيو د سروې دبهير دبشپړولو په باب  د ښارجوړولو د چارو له وزارت څخه  د مننې په څرګندولو سره  لارښوونه وشوه  چې په  لومړي ګام کې دې اړونده  ارګانونه  د دغو ودانيو دثبتولو په برخه کې اقدام وکړي چې وروسته په دې باب  لازم تصميمونه ونيول شي .
جمهور رييس دسل ورځنيو پروګرامونو د تحقق په باب له ولايتونو څخه د رسيدلو رپوټونو په اړوند غونډې ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه  ، دسل ورځنيو پروګرامونو دتطبيق په مقصد دهېواد دمرکز او ولايتونو ترمنځ  دمنظمو اړيکو  تامينول ډير ضروري او حياتي دي  او ددې غوښتنه کوي چې  دغه بهير دې  په عملي ډول يې تحقق ومومي ، له  دې امله تصميم نيول کيږي   چې په هر شپږو مياشتو کې دې  دهېواد دولايتونوله واليانو سره دکابينې يوه ګډه غونډه جوړه شي  چې په هغې کې ستونزې او  وړانديزونه   او دهغو دحل لارې چا رې ولټول شي  او لازم تصميمونه ونيول شي .
دغه راز وزارتونه او دولتي ادارې  دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو اوپه تيره بيا د ويډيو کنفرانسونو په شتون سره کولاى شي  په دايمي توګه  د هېواد له ولايتونو سره په اړيکه کې وي او ستونزه  حل کړي ، څرنګه چې د ولسواليو په کچه ددولتي ستنو دټينګښت په لاره کې  ددولتي ادارو  فزيکي شتون ضروري بلل کيږي ، په همدې مقصد  دماليې وزارت مکلف دى   چې د ولسواليو په  کچه دې   د ١٣٩٥ کال په پروګرام کې  د دولتي ادارو  د اړتيا وړ بودجه  اټکل کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت  جمهوررييس د خپلو خبرو په  دوام  د لومړيو سل ورځو دپروګرامونو  د تحقق دڅيړنې  او په نږدې راتلوونکي کې  دکابينې  په بله غونډه کې دسلو ورځو پروګرامونو په باب دخبرو  ډاډ ورکړ او زياته يې کړه  چې  ددويمو سلو ورځو په پروګرامونو کې به   له ولايتونو سره دکابينې  دارتباط دتامينولو ، ښې حکومتوالۍ ، کار موندنې ، اقتصادي موضوعګانو  او د دولتي تصديو اوشرکتونو دمديريت دڅرنګوالي  په ګډون  مهم ټکي  په  پام کې ونيول شي.
جمهور رييس اړوندو  وزارتونو  او  ادارو ته  لارښوونه  وکړه  چې  دستونزو له شتون او منلو سره   سره  دې  دلومړيو سلو ورځو دپلانونو دبرياليتوبونو  په ميړانې ا و زړورتيا سره دفاع  وکړي اوپه دې باب دې له منظمو پروګرامونو سره سم ګرانو  هېوادوالو ته خبر ورکړي.
دغه  راز جمهور رييس زياته کړه :  د افغانستان اسلامي جمهوريت  د دولت  په باب  د خلکو بيلا بيلې نظريې  د معلوماتي تشې زيږنده  دي  چې  ددغې تشې ستره برخه  دملي وحدت د حکومت  د برياليتوبونو په باب  دکافي معلوماتو نشتوالى دى .
د ملي وحدت له حکومت څخه د يو کال په  تيريدو سره خلکو بيلا بيلو تعبيرونو ته مخه کړې ده  چې  ټول يې په  خپل  وخت  د وزارتونو او دولتي ادارو  د برياليتوبونو په  باب  دخبر دنه ورکولو زيږنده دي ، له دې امله  دکابينې غړي مکلفيت لري   چې د اوسنيو ناخوالو په منلو سره   چې دباور دفضا دپيدا کيدو په مقصد دې  دملي وحدت د حکومت ديو کلنو برياليتوبونو او د عيني واقعيتونو په باب د ډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو له لارې هېواد والو ته  خبر ورکړي.
وروسته  د سيمه ييزو  ارګانونو د خپلواکې  ادارې لوى رييس  د سيمه ييزو  ستونزو  او د  سيمه ييزو ادارو  د کړنو د څيړنې  دميکانيزم او بهير دڅيړنې  او په کابينه کې دهغو  د ستونزو  د څيړنې   په   لاره کې  د مرکز او  ولايتونو  ترمنځ  داغيزمن ،  دايمي  او رغنده  ارتباط د سيستم او  بهير طرحه  او کابينې  او د ملي امنيت  شورا ته  د ولايتونو د وړاندې شويو   لومړيتوبونو ،  چلنجونو او پيشنهادونو  دمهال ويش  جدول   طرحه کړ  چې  د  جمهوري رياست دعالي مقام له خوا  هم  تائيد شوى دى ، غونډې ته طرحه کړ  او  زياته يې کړه چې د دغې طرحې له مخې  په  لومړي  پړاو کې  دپنځو ولايتونو  وړانديزونه له سکتوري  وزارتونو  سره شريک کړى شوي دي   او د حل دلارو  چارو  له  وړاندې کولو وروسته  موضوع  دخبرو  او  تصميم نيولو په مقصد د اړوندو  ولايتونو  د واليانو په شتون  د کابينې غونډې ته وړاندې کيږي ، د سيمه ييزو ارګانونو  خپلواکه  اداره به   موظفه وي  چې   د ولايتونو د ستونزو دلرې کولو په لاره کې دې  د افغانستان د اسلامي جمهوريت دکابينې پريکړې  وڅاري او رپوټ يې  مياشت په مياشت دکابينې غونډو ته وړاندې کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت کابينې  د سيمه ييزو  ستونزو او د سيمه ييزو ادارو  دکړنو  د څيړنې  د ميکانيزم او بهير  او د هغو د ستونزو  د څيړنې  په لاره کې  دمرکز  او  ولايتونو  ترمنځ داغيزمن ، دايمي  او  رغنده ارتباط دسيستم او بهير طرحه تصويب کړه  او اړوندو  وزارتونو او ادارو ته يې لازمې لارښوونې صادرې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته