کابل باختر د ليندۍ اوومه :
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس عبدالبديع صياد پرون ماښام په يوه خبري غونډه کې وويل چې له انتخاباتي مهال ويش سره سم د جمهوري رياست انتخابات د راتلوونکي کال د وري د مياشتې په ۳۱ مه ترسره کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولينو د جمهوري رياست د انتخاباتو د تقويم د موضوع احتمالي طرحه له سياسي ګوندونو، انتخاباتي بنسټونو او د نړيوالو همکارو بنسټونو د استازو په ګډه نهمه غونډه کې طرحه کړې وه.
د باختر آژانس خبريال ليکي:
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس عبدالبديع صياد خبريالانو ته وويل چې د افغانستان د خلکو او ګوندونو له غوښتنې سره سم د جمهوري رياست او د غزني د ولايت د انتخاباتو مهال ويش د قانون له مخې چې پخوا د ١٣٩٨ کال د وري د مياشتې ۳۱مه اعلام شوې وه، تصويب شوې او ټاکل شوې ده د چارشنبې په ورځ په يوه علني غونډه کې د کميسيون د غړو له خوا تصويب شي.
صياد دغه راز د ولايتي او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو مهال ويش ته په اشارې سره چې په يو وخت کې به ترسره شي، څرګنده کړه چې دغه دوه انتخابات به د ١٣٩٨ کال د وږي د مياشتې په ۳۰مه ترسره شي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رييس دڅرګندونوله مخې: په يو وخت کې د څلورو انتخاباتو ترسره کول، زيات وخت او تياريو ته اړتيا لري. له همدې امله د جغرافيايي، اقليمي، تخنيکي او د نورو ستونزو له په پام کې نيولو سره به ښه وي چې د جمهوري رياست او د غزني ولايت د ولسي جرګې انتخابات يو ځاى ترسره شي او له لږ ځنډ وروسته د ولايتي او د ولسواليو د شوراګانو انتخابات ترسره شي .
ختم_ ج _ اکرم