امنیت

په چورې ولسوالۍ کې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۱۹ مه
د روزګان د چورې ولسوالۍ امنیتې مسوولين وايي چې د پولیسو په عملیاتوکې د یوه طالب قوماندان ملاخان ګل په ګډون څلور تنه وسله وال وژل شوي او درې تنه ژوندي نيول شوي دي.
د چورې ولسوالۍ امنیه قوماندان دوهم څارن اکا باختر اژانس ته وویل چې د وسله والو مخالفينو وژل شوي قوماندان په دې ولسوالۍ کې د جګړې مشري پر غاړه لرله چې له پوليسو سره په نښته کې له درې ملګرو سره يې د جګړې پرمهال ووژل شو .
اکا وايي: په دغو عملیاتوکې د وسله والو مخالفينو د درې تنو د نېولو ترڅنګ  يو شمېر مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته