امنیت

په غورکې يو طالب ووژل شو او پنځه تنه نوريې ټپيان شول

غور باختر دوږي دمياشتې ٢٥  نيټه  :
يو وسله وال طالب پرون په غور ولايت کې ووژل شو.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالب د فيروزکوه ښار د غلمين په ساحه کې له سيمه ييزو پوليسو سره په نښته کې ووژل شو.
په دې نښته کې پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
ده دغه راز وويل: په دې جګړه کې يو تن سيمه ييز پوليس هم شهيد شوى دى.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته