کابل/ د کب ٢٩مه/ باختر
په کونړکې د کرونا ويروس د ناروغانو د ساتنې لپاره يو ٢٠ بستريز روغتون جوړ شو.
د اسعدآباد روغتون رييس عطاالله صفي باختر آژانس ته وويل: دغه روغتون د کرونا ويروس د ناروغانو د درملنې په خاطر په لازمو تجهيزاتو سره سمبال شوې دى.
هغه وويل: په کونړکې تراوسه د کرونا ويروس کوم مشکوک مورد نه دى ليدلى شوى.
ختم- ج- اکرم