امنیت

دتيلو يو موټر وسوځول شو .

کابل باختر د وري  دولسمه
  د ناتو دځواکونو په نفتي موادو بار يو موټر تيره شپه دبغلان ولايت په مربوطاتو کې د طالبانو له خوا  وسوځول شو .
ددوشي ولسوال شمس الدين سرحدي باختر اژانس ته وويل ، دغه کاروان چې  دپلخمري  _ دوشي  له لارې  دشمالي سالنګ په لور روان و دکيله ګي  دسنګ سوراخ  دکلي په ساحه کې  د وسله والوطالبانو له خوا  بريد وشو چې له امله يې دتيلو يو ټانکر وسوځيد او چلوونکي يې  ټپي شو .
ددوشي ولسوال وويل،  پوليس د پيښې په باب  د خبر له ترلاسه کولو سره سم  اقدام وکړ او د نورو وسايطو د سوځيدو او ويجاړيدو مخه يې ونيوله او طالبان له سيمې څخه وتښتيدل .
پخوا هم  دطالبانو له خوا په دغه ساحه کې  څو ځلې دناتو په اړتياوړ مالونو بار کاروانونو بريد شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته