ټولنه

د نهرشاهي په سړکونو کريړ اچول کيږي

 مزارشريف/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
د بلخ ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ د مرکز په څه ناڅه يوولسوکيلومترو سړکونو د کريړ اچولو کار پيل شو.
د بلخ ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس انجنير عبدالباسط عيني وويل: د کريړ اچولو په دغه پروګرام کې د محمدقربان شهيد د کارتې په ټولو سړکونو کريړ اچول کيږي.
عيني زياته کړه: د دغه پروګرام لګښت څه د پاسه پنځه ميليونه افغانۍ کيږي  چې د ماليې وزارت له خوا ورکول کيږي او کار يې په دريومياشتوکې بشپړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته