امنیت

په افغانستان کې د پيسو د نړيوال صندوق استازى ووژل شو

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
د ماليې وزارت په هغه ځانمرګى بريدکې چې د جمعې په  ورځ د کابل ښار په وزير اکبرخان مينه کې وشو؛ په افغانستان کې د پيسو د نړيوال صندوق د استازى وابل عبدالله د وژل کيدو خبر ورکړ.
د باخترآژانس دخبرله مخې: د ماليې وزارت د ده پاتې کسانو ته د ډاډګيرنې او همدردۍ د مراتبو د څرګندونو تر څنګ ليکلي دي: د دغې پيښې زياتره قربانيان هغه کسان وو چې د يو پرمختللى افغانستان په جوړولوکې يې زياتې هلې ځلې کړې دي.
په دغوقربانيانوکې په افغانستان کې د پيسو د نړيوال صندوق استازى حنجر وابل عبدالله شامل دى چې د افغانستان د حکومت د ماليې له وزارت سره يې نږدې اقتصادي او مالي همکاري کړې دي.
عبدالله د افغانستان له ښو دوستانو او همکارانوڅخه و. هغه څوک چې په نه ستړي کيدونکي توګه يې له ٢٠٠٨ ميلادي کال راپديخوا د ماليې له وزارت سره همکاري کړې ده
ډار اچوونکو په خلکو او هم په بې ګناه وګړو په بريدسره چې د مرستې لپاره افغانستان ته راغلي دي؛ وښودله چې په رښتيني توګه د افغانستان دښمنان دي او په هيوادکې د ترقۍ ، پرمختګ  او د خلکو د سوکالۍ مخالف دي .
دماليې وزارت ددغه خونړۍ او وحشيانه بريدعاملين په کلکه غندي او د دغې پيښې د شهيدانوکورنيو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه په افغانستان کې د پيسو د نړيوال صندوق استازى وابل عبدالله او د دغې پيښې شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته دبشپړې روغتيا او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته