کابل باختر د زمري اوومه :
يو انسان تښتوونکي بانډ په هرات ولايت کې ونيول شو .
ددغه بانډ په نيول کيدو سره دوه تنه تښتول شوي کسان وژغور ل شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې امنيتي مامورينو وکولى شول ددوو تنو تورنو کسانو په نيولو سره ددغه انسان تښتوونکي بانډ اساسي مرکز ډړې وړې کړي .
ده وويل چې ددغه انسان تښتوونکي بانډ دغړو په نيول کيدو سره دوه تنه چې ددغو انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوي و ، وژغور ل شول .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، امنيتي مامورينو په يولړ عملياتو کې ددغه بانډ مشران په ګذرې ولسوالۍ کې ونيول .
ازاد شوي کسان وايي چې انسان تښتوونکو دهغوى دخلاصون په بدل کې له کورنيو څخه يې زياتې پيسې غوښتې وې .
0 1 دقیقه لوستل