کابل /دليندې ٤مه /باختر
د مزارشريف ښاروالي پرون له کثافاتو څخه د ښارد پاکولواو په ژمي کې د اوبود بندېدو د مخنيوي لپاره عمومي اشر ترسره کړل.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې اشر کې د مزارشريف ښاروالي د ١٢ګونو ناحيومسوولينو او کارکوونکو دعمومي اشر په ترسره کولو سره له کثافاتو څخه ښار پاک کړل .
د مزارشريف ښاروال مولوي قدرت الله طارق رسنيو ته وويل: اوس د دې وخت رسېدلى دى چې د مزارشريف ښار پاکه څيره خپله کړي، ځکه پاکي اوصفايي د ښار په ښکلا کې مثبته اغيزه لري اودغه اداره به په دې لاره کې له هيڅ رازهلوځلو ډډه ونه کړي.
طارق د ښاري نظم په تطبيق کې د مزارشريف ښاروالي د پرله پسې هلوځلوخبرورکړ او ويې ويل چې هيچا ته اجازه نه ورکوي چې ښاري نظم ګډوډ کړي.اود مزارشريف ښاروالي د مقرراتواوطرز العمل پرخلاف کار وکړي.
د مزارشريف ښاروال په سړکونوکې د اوبو د راټولېدو اود ويالو بنديدو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د دې کار يواځنى دليل د ښاري منظم کاناليزاسيون نشتوالي دى اود دغې ښاري ستونزې په لرې کولو جدي ټينګاروکړ.
د مزارشريف ښاروال د ښارپه ١٢ ګونو ناحيو کې په څو زيانمنونکوسړکونو د کريړ اچولوخبرورکړ او ويې ويل دهغو زيانمنونکوساحو د پېژندلو لپاره چې خلک له زياتو کلونو راپديخوا له هغه سره مخ دي کار دوام لري.
ج-ا