سیاست

حامدکرزي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پروژو پر تطبیق باندې د څارنې او ارزونې د ګډې کمیټې له غړو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د بیا رغونې او انکشافي پروژو پر تطبیق باندې په سمه توګه د څارنې او ارزونې د ګډې کمیټې له غړو سره وکتل.

 په دې کتنه کې دکمیټې غړو د نړیوالو مرستو پروژو پر تطبیق باندې  د څارنې او ارزونې په اړه د خپلو اجرااتو په باب جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

جمهوررئیس دکمیټې د رپوټ له آوریدو وروسته یو ځل بیا د نړیوالو مرستو دپروژو د تطبیق د څرنګوالي د څیړنې د مسوولیت پر اهمیت باندې د ټینګار په ترڅ کې څرګنده کړه، وې ویل: ستاسو د دفتر دنده ده چې د نړیوالې ټولنې مرستې وڅاري او په هغوکې روڼتیا رامنځته کړي.

حامدکرزي له کمیټې څخه وغوښتل چې خپلې چارې  دې د اداري فساد پرخلاف د ستراتیژۍ پر تطبیق باندې د عالي ادارې په شمول له نورو اړوندو ادارو سره چې د اداري طرزالعمل د اصلاح لپاره لازمې دي، په نږدې همغږۍ کې پرمخ بوځي.

د څارنې او ارزونې ګډه کمیټه دنده لري چې د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د پرمخ بیولو لپاره څرګندې او روښانه موخې وټاکي او د ملي او نړیوالو فعالیتونو او له هغو څخه د رامنځته شوي فساد په باب جمهوررئیس، پارلمان او ټولو افغانانو ته موقوت رپوټونه وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته