روغتیا

له لرې واټن څخه د علاج او درملنې تفاهم ليک لاسليک شو

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٧ :
له لرې واټن څخه د طبابت لپاره له معلوماتي تکنالوجۍ څخه د کار اخستلو د همکارۍ تفاهم ليک نن د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوجۍ او د عامې روغتيا  د وزارتونو ترمنځ لاسليک شو.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: 
د تفاهم ليک له لاسليک مخکې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير عبدالرزاق وحيدي خبرې وکړې او ويې ويل: د تفاهم ليک هدف د ښو خدمتونو وړاندې کول او د هېواد په دننه او بهرکې د طبابت په برخه کې د تجربو تبادله ده.
وحيدي زياته کړه: له دغې تکنالوجۍ څخه په ګټې اخيستنې سره په ښه توګه له لرې واټن څخه په ټول هېوادکې د ناروغانو د درملنې زمينه برابريږي.
ده زياته کړه: د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت به دعامې روغتيا وزارت په همکارۍ ددغه پروګرام د تحقق لپاره د مخابراتو د پرمختيا له صندوق څخه  ٢ مليونه او ٥٠٠ زره امريکايي ډالره ولګوي او دواړه وزارتونه مکلف دي چې د هيواد اتباعو ته په روغتيايي کيفيت سره د خدمتونو زمينه برابره کړي.
دغه راز د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز د دغه تفاهم ليک لاسليک هېوادوالو ته د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولولپاره ګټور وباله او ويې ويل
چې له دغې تکنالوجۍ څخه په استفادې سره کولاى شو په هېوادکې ښه روغتيايي شرايط برابرکړوچې نور زموږهېوادول ناروغ دعلاج او درملنې لپاره بهرته  لالهانده نه شي .
ډاکتر فيروز څرګنده کړه چې له لرې واټن څخه روغتيايي پروژه به د معلوماتي  تکنالوجۍ په واسطه په پنځو کلونوکې د هېواد د ټولو ولايتونو په مرکزونوکې عملي شي او په راتلوونکو دوو کلونوکې د هېواد په پايتخت کې يو نمونوي مرکز  جوړيږي او دغه مرکز د معلوماتي تکنالوجۍ له لارې د سيمې د هېوادونو له پرمخ تللو روغتونونو سره نښلول کيږي او د نه علاج وړ ناروغيو د علاج او درملنې په برخه کې د دواړو لورو د ډاکترانو ترمنځ تجربې تبادله کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته