امنیت

په غزني کې دناټو په يوې پوځي اډي دوسله والو طالبانو ناکام بريد

کابل باختردثور دمياشتي٢٠ نيټه :

وسله والو طالبانو تيره شپه په غزني ولايت کې دناټو دسرتيرو په يوې پوځي اډي  بريد وکړ خو ويل کيږي چې په دې پيښه کې يوازي دوه تنه يرغلګر وژل شوي دي او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .

درارسيدلو خبرونوله مخې دغه  پيښه تيره شپه له هغه ور وسته وشوه  چې يوې ډلې وسله والو طالبانو داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دناټو په يوې پوځي اډي بريد وکړ.

ويل  کيږي چې  په دې بريد کې  يو ساعته نښته هم وشوه .

دبګرام دپوځي اډي درسنيو دفترباخترا ژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره دغه  پيښه تائيد کړه او ويي ويل چې له امله يي  دوه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

ددغې خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې دپيښې ټپيان دناټو دسرتيرو له خوا  ددرملنې لپار ه ددوي يو روغتيايي مرکز ته ليږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو  تراوسه پورې په دې اړوند نظر نه دي څرگند کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته