امنیت

په پکتیکا کې د ټاکنو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي

ښرنه باختر د تلې ۲۵ مه د پکتیکا ولایت امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ټاکنو د ترسره کېدو په موخه پوره امنیتي تدابیر نیول شوي او ولسونه هم دې ته لېوال دي چې په هر ډول حالاتو کې په ټاکنو کې برخه واخلي. ولسونه وايي، هیڅ ډول ګواښونه، نه مني او په هر ډول حالاتو کې به په ټاکنو کې ګډون کوي او د خپلې خوښې نوماند ته به رایه ورکوي. د پکتیکا د امنیې قوماندان غلام سخي روغ لیوني د باختر اژانس سره به خبرو کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ولسونه ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د ټاکنو د ترسره کولو بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي. بل خوا بیا د ټاکنو د خپلواکمیسیون رئيس وايي چې ولسوالیو ته يي د حساس او غیر حساسو موادو د انتقال لړۍ پیل کړې او تر اوس له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي. د ټاکنو کمېسیون رئیس محمدهارون باور باختر اژانس ته وویل چې ولسوالیو ته د ټاکنو د موادو د لړۍ د لېږد تر څنګ يې دریو والسوالیو ته د بایومیتریک مواد هم رسېدلي. له پکتیکا ولایت څخه څلور دېرش تنو نوماندانو نوم لیکنه کړې چې له جملې یې شپږ تنه ښځینه نوماندانې دي او له یادو نوماندانو څخه به د ولایت په کچه درې تنه نارینه او یوه میرمن پارلمان ته د خلکو د استازو په نوم وروپیژندل شي. د یاده ولو وړ ده چې په پکتیکا کې د ټاکنو لپاره دوه سوه لسو زرو کسانو نوم لیکنه کړې، چې شاوخوا ۳۱زره یې د رایې ورکوونکو له فهرست څخه بېرته ایستل شوي دي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته