سیاست

په هلمند کې کې څه د پاسه ۵۰۰ بستونه لا هم تش دي

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۸ مه
د هلمند ولایت په ملکي ادارو کې څه باندې پنځه سوه بستونه لا هم  تش پاتې دي دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې.
دغه څرګندونې د هلمند د والي مرستيال سردار محمد همدرد د ښې حکومتولۍ،د ښځو اقتصادي پياوړتيا او د فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه جوړ شوي يو ورځني ورکشاپ کې وکړې.
مرستيال والي وویل چې په ادارو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده  او زياته يې کړه چې هغه بستونه چې اوسمهال د هلمند ولایت په ملکي ادارو کې تش پاتې دي،هڅې يې پیل کړي،څو په نږدې راتلونکي کې يې اعلان ته وسپاري او زیاته ونډه په کې میرمنو ته ورکړي.
همدرد په ادارو کي د فساد شتون د ادارې د پرمختګ خنډ وباله، او ژمنه یې وکړه چې له دې ناوړه پدیدې سره د مبارزې ترڅنګ به قومي او ژبني تعصوبونه په ګډه له منځه وړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته