سیاست

دملي شورا ددواړو مجلسونو مختلظ هئيت دملکي خدمتونودکارکوونکو دقانون په پنځمه ګڼه ضميمه کې اختلافي موارد تصويب کړل

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
دولسي جرګې او دمشرانو جرګې دهيئت په غونډه کې چې  دولسي جرګې  ددريو غړو اودمشرانو جرګې  ددريو غړو په ګډون جوړه شوه د واليانو دمرستيالانو او دولسوالانو په ګډون دملکي خدمتونو دکارکوونکو دلومړيو ، دويمو او دريمو بستونو د  متصديانو  د بدلون په باب دملکي خدمتونو دقانون د پنځمې ګڼې  ضميمې  دريمه ماده په يو پست کې ددريو کلونو له تيرولو وروسته وڅيړله .
دولسي جرګې  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  په دې غونډه کې ځينو  کسانو استدلال کاوه  چې دملکي خدمتونودکارکوونکو دلومړيو دويمو دريمو بستونو په تيره بيا دواليانو دمرستيالانو او دولسوالانو بدلون له دريو کلونو وروسته  اداري ستونزې رامنځته کوي  خو يو شمير نورو عقيده لرله چې له ناوړې استفادې څخه دمخنيوي او په يوځاى کې داوږد مهال لپاره داشخاصو دپاتې کيدو دمخنيوي لپاره دى  بايد درې کاله  قيد وارد شي چې په نتيجه کې يې  دولايتي شورا دغړو دغونډې او دټولو رايو دموافقې  په زياتوالې سره له دريو کلونو وروسته دلومړيو ، دويمو او دريمو بستونو دمتصديانو د بدلون طرحه تاييد شوه  .
دضميمې  دڅلورمې مادې  په دويمه فقره کې چې دواليانو دمرستيالانو  او دولسوالانو په معاش سره  دانتظار په حال  پورې اړه لري  له مفصلو خبرو وروسته دولسي جرګې  تعاديلونه چې دملکي خدمتونو دکارکوونکو په قانون باندې يې زيات ټينګار کړي دي دتاييد وړ وګرځيد او په ټوليزه توګه دملکي خدمتونو د کارکوونکو دقانون پنځمه ګڼه  ضميمه تصويب  شوه .  
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته