امنیت

دځانمرګو بريدونو دوه عاملين په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
دننګرهار ولايت دملي امنيت منسوبينو نن دځانمرګو بريدونو  دوه تنه عاملين  چې غوښتل يې په جلال اباد ښار کې  په ځانمرګو اويرغليزو بريدونو لاس پورې کړي  ووژل شول .
  دملي امنيت دلوى رياست  په يوه خبرپاڼه کې  چې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي  په ځانمرګو وسايلو سمبال  دغو دوو تنو غوښتل  چې په چاوديدونکو توکوبار يو موټر دلعل پورې  او مومند درې  دولسواليو له لارې  دجلال اباد ښار ته وليږدوي  چې هدف ته له رسيدو مخکې ددغې ادارې دمنسوبينو له خوا وپيژندل شول  او دنښتې په بهير کې  ووژل شول .
  په خبرپاڼه کې زياته شوې ده  چې دغه کسان  دوسله والو طالبانو دډلې  دپوځي مسوول  عبدالعليم اول زي او دوسله والو طالبانو  دډلې له خوا  دننګرهار ولايت  دلعل پورې ولسوالۍ لپاره  دنومول شوي ولسوال ګل اغا له خوا په دغه ماموريت  ګومارل شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته