کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د برتانیا ددفاع له وزیر مایکل فالون سره وکتل.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او سیمې د عمومي امنیتي وضعیت په هکله خبرې وکړې او د ترهګري پر ضد مبارزې په ارزښت یې تینګار وکړ.
برتانیا ته د وروستي سفر پرمهال د برتانیا مقاماتو سره د جمهور رئیس د خبرو په تعقیب دواړو لورو د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د هغه هېواد د ملاتړ په ځانګړي ډول د جرایمو ضد ځانګړې قطعې په هکله بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه دواړو لورو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځ تر بلې زیاتېدونکې وړتیا او توانایي په هکله او دا چې د جنګ شېوه له دفاعي څخه په تعرضي بدله شوې بحث وکړ.
د برتانیا د دفاع وزیر وویل، د مهاجرینو موضوع کولای شي د دواړو هېوادونو د اړیکو په څرنګوالي اغېز ولري په دې دلیل چې د تېر برخلاف د ملي یووالي حکومت د پناه غوښتونکو اجباري اېستل نه مني.
جمهور رئیس غني وویل، د مهاجرت موضوع پېچلې ده او له افغانستان څخه د وتلو او اروپا ته د جذب عوامل باید وڅېړل شي او همدارنګه د انسان د قاچاق او جنایي جرمونو د پېچلو شبکو په هکله چې د کډوالو د انتقال لپاره زیاتې پیسې ترلاسه کوي کار وشي، چې یادې شبکې له منځه لاړې شي.
جمهور رئیس زیاته کړه، له کډوالو سره چلند او د هغوی د دوسیو څېړل باید د قوانینو مطابق او د هغوی د حقونودرناوي ته په پام ترسره شي. حکومت مسوولیت لري چې هېواد ته راستنېدونکو افغانانو ته شته امکاناتو ته په پام هوسا ژوند برابر کړي.
0 1 دقیقه لوستل