امنیت

دوسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
دوسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان دامنيتي ځواکونو له خوا دايران په پوله کې ونيول شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال عبدالروف احمدي باختراژانس ته  وويل چې دطالبانو د ډلې مشهور قوماندان فقير محمد يې دايران خاورې ته دننوتو په وخت کې دنيمروز ولايت په پوله کې نيولى دى .
ده زياته کړه چې دطالبانو دغه قوماندان  له پنځو کلونو راپديخوا دهرات ، فراه او دنيمروز دولايتونو په ناامنيو کې لاس درلود .
ده وويل چې فقير محمد دهرات ولايت دپښتون زرغون اوګذرې  په ولسواليو کې  دوسله والو کسانو رهبري په غاړه لرله او په فراه ولايت کې په څو ورانکارو پيښو کې هم دلاس لرلو تور پرې لګول شوى دى .  احمدي زياته کړه چې له دغه قوماندان څخه څيړنې او تحقيقات پيل شوي دي چې څرګنده  شي دى په کوم مقصد په غير قانوني ډول ايران ته سفر کاوه . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته