ټولنه

سياسي ګوندونه د ټولنې د یووالي په پياوړتيا کې مهم نقش لري

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
د سولې په چارو کې د دولت وزير د سياسي ګوندونو د اړيکې کمېټې په غونډه کې وويل چې د سولې په بهير کې د سياسي ګوندونو نقش د ټولنې د یووالي او پيوستون د پياوړتيا په خاطر مهم دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري د سولې په لاره کې د سياسي ګوندونو د اړيکو له کمېټې سره وکتل او د سولې په بهير کې یې د سياسي ګوندونو د نقش پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
د سولې په لاره کې د سياسي ګوندونو د اړيکو کمېټې غړیو په دې غوڼده کې د ملي اجماع د پياوړتيا په خاطر د سولې په چارو کې د دولت وزارت هلې ځلې وستايلې.
هغوی دغه راز د دغې کمېټي د جوړولو په خاطر د سولې په چارو کې د دولت وزارت رول ارزښتناک وباله او د دغه وزارت د نقش د دوام غوښتنه يې وکړه.
د سولې په چارو کې د دولت وزير په دې غونډ ه کې وويل چې د ٧٢ سياسي ګوندونو په ګډون د سياسي ګوندونو د اړيکې کمېټې جوړول د دغې کمېټې غړیو ته يو مهم برياليتوب دى.
نادري د سولې په بهير کې د سياسي ګوندونو پر نقش په ټينګار سره د سولې د ټینګښت او د ټولنې د پيوستون د پياوړتيا په لاره کې د سياسي ګوندونو د اړيکې کمېټې فعاليتونه مهم وبلل.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته