امنیت

په پکتيکا کې د يوې چاودنې له امله لس تنه ټپيان شول

ښرنه باختر د لیندۍ د میاشتې ۲۸ مه
د پکتيکا ولایت د سروبي ولسوالۍ په بازارکې د يوې چاودنې له امله لس تنه ټپیان شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه چاوديدونکي توکي په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي وو چې موخه يې د سيمه ييزو پولیسو يو قوماندان وو.
د سروبي ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان دریاخان تلاش د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې دغه برید د سیمه ییزو پولیسو د پاڼو د کلي د پوستې پر قوماندان بابري ترسره شوی دی.
دریاخان زیاتوي چې په دې برید کې په خپله د سيمه ييزو پولیسو قوماندان، درې تنه سيمه ييز پولیسان او شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته