فرهنګ

بايد په واقعيتونو سترګي پټي نه کړو

کابل باختردثور دمياشتي١٨ نيټه :

دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو اوسنې قانون په  ١٣٨٨ هجري لمريز کال کې  په رسمې جريده کې خپور شوي دي او ترنن ورځې پورې نافذ  دي .

تراوسه پورې دهيڅ  خبري مرجع اويا دنورو مراجعو له خوا په دي قانون کې دتعديل ، حذف  اوزياتوالي په باره کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته کوم و ړانديز او لارښونه نه ده رسيدلي . خود اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په نوښت دبيان دآزادۍ دپراخ بنسټه کولو اوپه دې قانون کې دځينو نيمګړتياو دلري کولو په لاره کې  دتيريو کال په بهيرکې په هغه کې دتعديلاتوپه مقصد زياتي هلې ځلې وشوي  او داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت په دې کار کې دکارپوهانو اودنظر دخاوندانو سلامشورو ته هم پاملرنه وشوه .

خو دمطبوعاتو دآزادۍ دنړيوالې ورځې  دنمانځنې په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ددغي ورځې  له امله دخپلو خبروپه ترڅ  کې څرګنده کړه   چې دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو دقانون نوى طرحه برابره شوې ده  او دعدليې وزارت ته دليږلو په درشل کې ده . اوبشپړمتن يي په دولتي ورځپاڼو کې خپورشوي دي   چې دمطبوعاتو کارکوونکي او نور هيوادوال  خپل نظر څرگند کړي  چې دعدليې وزارت ته ليږلو مخکې دپاملرني وړ وگرځي .

دغه خبر دآزادۍ راډيو له لارې  چې له پراګ څخه خپروني کوي  څوځلې خپورشوي دي  اوهرځلې په خبرکې په حيرانوونکي توګه  زياته شوې ده  چې ګنې په کابل کې  داسي شکايتونه شته چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغه قانون په تنظيم کې ډيل کړي دي  اوبايد دا کار يي ډير ژر ترسره کړي واي.

خندونکي ده  چې څوک کولاي شي دغه شان شکايت ولري  په داسي حال کې چې دغه قانون يوازي داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير اودهغه دهمکارانو له خوا تعديل  اونوي نظر ورباندې شوي دي . اوپه دې اړوند هيڅ مرجع داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته پيشنهاد نه دي کړي او طبيعي ده  چې نه شي کولاي په هغه کې دډيل په باب شکايت ولري ، البته چې نه لري .

ددغو درواغو دخپرونو په باب دآزادۍ راډيو انګيزه روښانه ده  که چيري دغه شان بي بنسټه دروغ دغفلت اويا ددغي راډيو دځينو کارکوونکو دغرضي نيتونوله مخې بيا هم تکرار شي  بايد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په قانوني اقداماتو لاس پوري کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته