فرهنګ

په هرات کې دتياتر دهنرمندانو له خوا په اړو کسانو دهنډوانو ويشل .

کابل دچنکاښ ٥مه / باختر :
دکورنيو محصولاتو  دملاتړاو له اړو کسانو سره دمرستې په مقصد دوه ويشت ټنه  هنډوانې دهرات دتياتر دهنرمندانو له خوا په شيدايي ساحه کې په بې ځايه شويو کورنيو وويشل شول .
دغه مرستې په بهر کې  دهېواد  ددوو تنو هنرمندانو،اسد سکندر او فوزيه  سکندر  له خوا دتياتر دهنرمندانو په همکارۍ دشيدايي ساحې په مهاجرينو وويشل شوې .
په دغو مرستو کې دوه ويشت ټنه  هنډوانې او څلور زره ماسکونه  شته .  چې د ٢٥٠ زرو افغانيو په لګښت  دشيدايي دشهرک سبز په بې ځايه شويوکورنيو وويشل شول .
دهرات داطلاعاتواوفرهنګ رياست  دتياتر مدير فريدون فکوري وويل:  دادويمه مرسته ده  چې په هرات کې ددغو دوو هنرمندانو په مالي ملاتړ ويشل کېږي .
دفکوري دڅرګندونوله مخې ، دغه مرستې په داسې حال کې کېږي  چې دکرونا ويروس له خپرېدو سره  جوخت خلک له اقتصادي پلوه تر فشار لاندې دي .او سره له دې  دبدن ددفاعي سيستم دپياوړتيا لپاره زياتو ميوو ته اړتيا لري  خو يو زيات شمېر اړ کسان دميوو د پيرودنې توان نه لري .
فکوري زياتوي  چې  دهېواد دمحصولاتو دملاتړ او د هېواد دهنرمند اسد سکندر په ملاتړ له اړو کسانو سره دمرستې طرحه يواځې په هرات پورې  محدوده نه ده بلکې  له څه مودې راپديخوا دهېواد په څو ولايتونوکې پيل شوي دي .
پخوا هم  په  يو ورته طرحه کې شل ټنه هنډوانې او زر ماسکونه  دهرات ښار په اړو کسانو ويشل شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې بزګران تل دخپلو محصولاتو په تېره بيا هنډوانو دپلورنې لپاره دمناسب بازار  دنشتوالي له امله شکايت کوي . او دغه شان مرستې کولاى شي  دکورنيو محصولاتو دملاتړ فرهنګ دبنسټيز کولو په لاره کې  اغيزمن وي .    ختم _ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته