پل علم باختر د ليندي پنځلسمه :
څلور تنه ډار اچوونکي پرون د لوګر ولايت د بره کي برک په ولسوالۍ کې ووژل شول.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د دغه ولايت د برکي برک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
احمدزي زياته کړه چې په دغوعملياتوکې د برکي برک ولسوالۍ د ابراهيم خيلو، کامران خيلو، تګاب او د امير کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي.
د خنجر – ٦ عمليات درې ورځې مخکې د ډار اچوونکو له شتون څخه د نا امنو ساحو د پاکولوپه مقصد په دغه ولايت کې پيل شوي دي .
ختم_ عطاالله –اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ