سیاست

دهېواد اجرائيه رئيس : ترشپږو مياشتو پورې دنويو ښوونکو داستخدام زمينه برابريږي

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٨ :
دافغانستان  داسلامي جمهوريت   اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  دماليې  اودپوهنې  دوزارتونوله مسوولينو سره  په ګډه غونډه کې   دپوهنې  په وزارت  کې  دکمبودو بستونوپه ډکولو  او دنويو ښوونکو په استخدام ټينګاروکړ .
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې نن دپوهنې  او دماليې دوزارتونو دمقاماتوپه ګډون  جوړه شوې وه دهېواد اجرائيه رئيس وويل چې  بايد دپوهنې وزارت تش بستونه په راتلوونکو شپږو مياشتوکې ډک شي .
په دې غونډه کې دهېواد پوهنې وزير ډاکتر اسدالله حنيف بلخي  دبستونو  کمښت او دنويو ښوونکو داستخدامولو اړتيا ددغه وزارت له سترو غوښتنو څخه وبلل اوددغې ستونزې دحل کولو غوښتنه يې وکړه .
ده څرګنده کړه چې دپوهنې وزارت په ټوليزه توګه څه دپاسه څلويښتو زرو تنو  ښوونکو ته  اړتيا لري  چې له دې جملې څخه په روان لمريز کال کې بايد  څه ناڅه  شپاړلس زره تنه ښوونکي  استخدام شي .
دهېواد دپوهنې وزير  ددغه وزارت  چلنجونه بيان کړل  او دهغو دحل کولو غوښتنه يې وکړه .
په همدې حال کې دماليې وزارت مسوولين وايي  چې دپوهنې وزارت ته يې   کافي بودجه ورکړې ده او هغوى کولاى شي چې دنويو ښوونکو دمعاشونو ستونزه له نورو برخو څخه  چې بودجه يې  نه لګول کيږي ، حل کړي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله دپوهنې او ماليې  وزارتونو دمسوولينو  دخبروله اوريدو وروسته  لارښوونه وکړه چې   ترراتلوونکو شپږو مياشتو پورې موجودې ستونزې حل  او دنويو ښوونکو داستخدام لپاره زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته