کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
دهيواد دکاراټې دکيوکيشن څلور کسيز ټيم ټاکل شوې ده سبا دآسيايي سياليو په دريم پړاو کې دګډون په مقصد له کابل څخه بنګله ديش ته روان شي .
باختراژانس ته دالمپيک دملي کميټې دبدني روزنې درياست دعامه دخپرونو دخبري امريت دمعلوماتو له مخې : د کاراټي د کيوکيشن د سياليو دريم پړاو ټاکل شوې ده ددوه څلويښتوآسيايي هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون د بنګله ديش په پايتخت ډاکه کې دروان ميلادي کال ددسمبر دمياشتې له شلمي نيټې څخه پيل شي .
په دي سيالۍ چې شپږ ورځې دوام کوي دافغانستان څلور تنه ورزشکاران اويو هئيت برخه اخلي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ