امنیت

يوولس وسله وال طالبان په جلريز کې ووژل شول

کابل/ د لیندۍ۲٦مه/ باختر
يوولس وسله وال طالبان تېره شپه د ميدان وردګو په جلريز ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريد په وخت کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باخترآژانس خبريال ته وويل: يادو وسله والو طالبانو د ميدان وردګو د جلريز ولسوالۍ په زيولات او ملاخيلو کليو کې پرامنيتي پوستو بريدونه وکړل.
په دغو نښتو کې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول چې مړي يې د جګړې په ډ ګر کې پاتې دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته