امنیت

په لوګرکې د چاودنې له امله څليرويشتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
په لوګر ولايت کې د بمي چاودنې له امله څه ناڅه څليرويشتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغه پيښه نن له غرمې وروسته په دوو بجو او ديرشو دقيقو دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار د صرافي مارکيټ ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو سرتيرو  د سپرلۍ موټر له سيمې څخه تيريده.
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر جنرال عبدالولي طوفان باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او څه ناڅه ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي.
ويل کيږي په وژل شويوکسانو کې دوه تنه مامورين هم شامل دي. خو د دغې چاودنې ټول ټپيان ملکي وګړي دي.
د لوګر ولايت د عامې روغتيا رييس  ډاکتر ظريف نايب خيل د دغې پيښې د ټپيانو شمېر اتلس تنه وښودل او ويې ويل چې ماشومان هم په هغوى کې شامل دي.
ده  د زياترو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
جنرال توپان وايي چې بم  په يو بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و .
ده وسله والو طالبان ددغه بمي بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورينو د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته