کابل / د زمري ۹ مه / باختر
طالبانو تېره شپه د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د پوځيانو پر پوستو له بریدونو وروسته، د سر زیانونه وزغمل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ وسله والوطالبانو د شپې له تورتم څخه په استفادې سره د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ پورې اړوند ده دولت کلي کې د پوځيانو پر پوستو بریدونه وکړل چې د کومانډوځواکونو له غبرګون سره مخ شول او په پایله کې ۹ وسله وال طالبان ووژل شول.
په وژل شویو کې د طالبانو دوه سیمه ییز سرګروپان هم شامل دي.
ختم/ع