کابل باختر دکب نولسمه :
دکونړ ولايت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې دطالبانو دټغر په راټولولو سره دکلي اوسيدونکي ارام شوي دي .
دخاص کونړ په ولسوالۍکې په تيره بيا دطالبانو په دره شالي کې دشتون او فعاليت دزياتيدو په بهير کې پوځيانو د ډار اچوونکو پرضدعمليات پيل کړي دي
په دغو عملياتو کې په لسګونو کلي په تيره بيا دخاص کونړ ولسوالۍ ددره شالي کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي
دافغانستان په ختيځ کې دملي دفاع وزارت يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې د ډار اچوونکو له شتون څخه د لسګونو کلي دپاکولو تر څنګ ددوى څو مرکزونه هم ويجاړ شول .
په دغو عملياتوکې وسله والو طالبانو ته دسرزيان او ښتى دى خو تراوسه پورې دقيق شمير يې نه دى څرګند شوى .
ختم_ عطاالله _ اکرم