امنیت

څوارلس طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د غويي ١۳مه / باختر
په ننګرهار کې ۱۴ وسله وال طالبان په هوايي بریدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په خوږیاڼيو، حصارک او اچین ولسوالیو کې هغه مهال بریدونه وشول چې ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو.
د ننګرهار یوې امنیتي سرچینې باختر آژانس ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
په ننګرهار کې د طالبانو د جنګي وسایلو یوه زېرمه کشف شوه.
دغه زېرمه په سره رود ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پټنځي کې ساتل کېده.
پولیس وايي چې له یادې زېرمې څخه سپک او درانده جنګي وسایل ترلاسه شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته