امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا وځپل شول .

کابل باختر د وږي  دويمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
په غزني  ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمي لوا دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په تيرو څلورويشتو  ساعتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ دنصرت اباد او شادي خان په کليو کې ووژل شول او درې تنه  نور ټپيان شول .
ديوبل خبر له مخې ،  دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان  تير ماښام دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ دخان قلعه په ساحه کې دخپل ماين قرباني شول .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وويل چې دغه کسان په دغې ساحه کې دماين ښخولو په وخت کې ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته