کابل، د چنګاښ٢٦مه، باختر
د جوزجان پوهنتون په تشکيل کې د نورو تحصيلي څانګو ترڅنګ د شرعياتو پوهنځى هم جوړ شو.
د جوزجان د والي مرستيال مولوي ګل محمد د پوهنتونونو په کچه د تحصيلي څانګو د اضافه کولو هدف د علمي کادرونو روزنه وبلله او زیاته یې کړه چې هېواد اوس دغو کادرونو ته زياته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، چې پرمختګ او ترقۍ ته رسېدل د علمي کادرونو په شتون کې امکان لري.
د جوزجان د والي مرستيال د جوزجان په پوهنتون کې د شرعياتو د پوهنځي جوړولو هرکلی وکړ او ويې ويل، چې په هېواد کې د زياتو تحصيلي څانګو جوړول او د علمي کادرونو روزنه د هېواد د پرمختګ لپاره ډېر مهم ګام دى او د افغانستان اسلامي امارت د علمي کادرونو د روزنې او د علمي مرکزونو د فعالولو لپاره زياتې هلې ځلې کوي.
\ ذ