کابل باختر د وري شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت دکابينې دوروستي تصميم له مخې دايران داسلامي جمهوريت او دپنځه جمع يو دهيوادونوترمنځ داټومي مسئلې دحل کولولپاره ديوچوکاټ دبرابرولو په لاره کې دموافقې هرکلي کوي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوري رياست دوياند ددفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلى دى ويل شوي دي .:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت دغه موافقه دافغانستان ، سيمې او دنړۍ دهيوادونوپه ګټه بولي اوملاتړ يې کوي .
ديادونې وړ ده چې دپنځه جمع يو په هيوادونوکې دامريکا متحده ايالات ، بريتانيا ، فرانسه ، چين ، روسيه اوالمان شامل دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ