سیاست

د ملي امنیت سلاکار له یو شمیرعلمای کرامو سره د هغوی د ستونزو په اړه غونډه وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو له علمای کرامو سره د هغوی د ستونزو په هکله ناسته وکړه.
د ملي امنیت شورا دفتر د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې مولوي عطا الله فیضاني د کابل ولایت د علماوو شورا مشر او مولوي فرمان الله نیازی د ختیځ زون د جمعیت علماء مشر د نورو علماوو په استازي توب وویل، چې عالمان د نظام د تقویت ملاتړ کوي، خو له حکومت څخه تمه لري چې د هغوی د امنیت د تامین، د هدفي وژنو په مخنیوي او د علماوو د قتلونو د مسوولینو په موندلو کې تر پخوا جدي عمل وکړي.
دغه راز دوی په نظام کې د علماوو د رول او برخې د زیاتېدو غوښتونکي شول او ویې ویل، چې د حکومت اوعلماوو تر منځ دې د لا زیاتو همغږيو په موخه رغنده پلانونه جوړ شي.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وویل: موږ له داسې دښمن سره مخ یوو چې موخې ته د رسېدو په خاطر پرجوماتونه، عالمانو او بی ګناه عبادت کوونکو بریدونه کوي. هغه زیاته کړه، چې حکومت په ټولو ولایتونو کې د علماوو د امنیت ساتنه خپل لومړي توب ګڼي او هڅه کوي، چې د علماوو امنیتي ستونزې له هغوی سره په مشوره حل کړي.
نوموړي له یادو دیني عالمانو غوښتنه وکړه، چې د دوی د ستونزو په حل کې له دولت سره د جوړو شویو پلانونو د تطبیق په ارتباط مرسته او همکاري وکړي.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته