کابل باختر دلړم لومړى :
يو توغندى نن سهار دشپاړلسمې حوزې دسمنت خانې په ساحه کې داستوګنې په يوه کور ولګيد خو درزيان يې نه درلود .
دپوليسو دشپاړلسمې امنيتي حوزې آمر مل پاسوال محمد اياض اکبري دباختراژانس خبريال ته وويل: نن سهار د ٦ بجو په شاوخوا کې يوتوغندى داستوګنې په يوه کور ولګيد چې دسرزيان اومالي تاوان يې نه درلود .
دده دڅرګندونوله مخې، دغه توغندى دبيني احصار له ساحې څخه توغول شوى دى .
عيني شاهدان وايي چې له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې اته توغندي دکابل ښارپه بيلا بيلو سيمولګيدلي دي او دسرزيان يې نه درلود .
ختم_ شکريه_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ