ټولنه

د پکتيا کوټ د راى ورکولو په مرکزکې ٢٠٠ راى ورکوونکي لالهانده دي

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د پکتيا کوټ د راى ورکولو په مرکزکې ٢٠٠ رايي ورکوونکي سرګردانه دي .
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دغه مرکزکې ٦٠٠ تنو نومونه ليکلي دي،  خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له لارې د ٤٠٠ تنو فهرست دغه مرکز ته استول شوى دى. په همدې دليل ٢٠٠ رايه ورکوونکي نه شي کولاى خپلې رايې په دغه مرکز کې وکاروي.
د دغه مرکز مسوول صديق الله وويل چې دغه ستونزه شته. د ګوتې لګولو په دستګاه کې نومونه شته، خو په هغه فهرست کې چې محل ته رسيدلى دى؛ د ٢٠٠تنو نومونه نشته .
هغه وويل: هغه کسان چې له برېښنايي تذکرو سره راځي؛ هم له ستونزې سره مخ دي.
ځکه په برېښنا تذکره کې سټيکر نشته او راى ورکوونکي پخوانۍ تذکرې له ځان سره نلري.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته