کابل باختر دچنګاښ ٢٠
اته تنه وسله وال طالبان پرون په جوزجان ولايت کې دافغان پوځيانو دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر باختر آژانس ته وويل چې دغه عمليات دګډو امنيتي ځواکونو له خوا د جوزجان _ سرپل د لارې په اوږدوکې ترسره شول چې له امله يې اته تنه طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتوکې دوه تنه وګړني پاڅون کوونکي هم ټپيان شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ