امنیت

دمخالفينو پنځه ځانمرګي واسکټونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل

کابلباختردميزان٦
پنځه ځانمرګي واسکټونه او يوه اندازه مهمات د پکتيا ولايت په مربوطاتوکې د حقاني شبکې له يوپټنځاى څخه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي:
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو دپکتيا ولايت د آريوب ځاځى ولسوالۍ په مربوطاتوکې د عملياتو په بهيرکې د حقاني د شبکې له يوپټنځاي څخه پنځه ځانمرګي واسکټونه ، يو الو انداز، د ميلان يو توغندي، د ار، پي، جي دوه ماينونه، يو دوربين ، څلور کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې ترلاسه کړې دي.
خبرځاى زياته کړه: تروريستي ډلې دغه ځانمرګي واسکټونه او مهمات له وزيرستان څخه دکابل او دګرديز په ښارونوکې د تروريستي فعاليتونو دسازمان ورکولو په مقصد د آريوب ځاځى ولسوالۍ ته ليږدولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته