سیاست

تاج محمد جاهدد ملګرو ملتود بنديزونوکې له مسوول سره وکتل.

کابل باختر  دلړم  درې ويشتمه
د کورنیو چارو وزیر سترپاسوال تاج محمد جاهد نن د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې له رئیس او غړو سره وکتل.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی دواړو لورو د امنیتي حالاتو او له ترهګرو سره د نړیوالو مبارزو په اړه خبرې وکړې وروسته د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې رئیس د ترهګرو د ځپلو او لمنځه وړلو په موخه د کورنیو چارو وزارت له لورې شوې کړنې او لاسته راوړنې وستایلې ویې ویل، د نورو ټولو هغه ترهګرو نومونه باید د بندیزونو په لیست کې شامل شي کوم چې تر دا دمه د سولې په اړه هیڅ فکر نه دی کړی او اوس هم د خپلو ترهګریزو کړنو له مخې خپل ناوړه اوډارن بریدونه ترسره کوي.
وروسته د کورنیو چارو وزیر وویل، دا چې سوله او ثبات د ټولې نړۍ لپاره یو مهمه مسله ده او ملګري ملتونه هم غواړي چې له ترهګرو سره دې باید په هره سیمه کې مبارزه وشي نو موږ تل د ترهګرو د لمنځه وړلو او ځپلو په موخه کلکه مبارزه کړې او دې مبارزې ته به ادامه ورکوو.
زموږ ملي پولیس همدا اوس عملآ له دښمن سره په سنګرونو کې په جګړه بوښت دي، شپه او ورځ قرباني ورکوي او ژمن یو چې د سراسري سولې او ثبات په برخه کې به نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته