امنیت

په نورستان کې داوو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د زمري  ٢٤
د طالبانو په ډلې پورې اړوند اووه   تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دغو يرغلګرو نن سهار  په وايګل ولسوالۍ کې په پوځيانو يرغل وکړ .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې اووه  تنه ډار اچونکي  وژل شوي دي
ده وويل  دغو ډار اچوونکو دپوځيانو په پوستې بريد وکړ .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول .
  امنيتي مامورينو  نن سهار د  نورستان ولايت  له ګڼ ميشتو لارو څخه څلور  ماينونه کشف او شنډ کړل
   ختم_ ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته