نړۍ

په پاريس کې دپناه غوښتوونکو خيمې راټوليږي .

-کابل باختر د لړم پنځلسمه :
په پاريس کې دپناه غوښتوونکو  خيمې راټوليږي .
په دې مطلب  کې  ويل شوي دي چې څو اوونيو راپديخوا په زرګونو تنو مهاجرينو او پناه غوښتوونکو دفرانسې په پايتخت پاريس کې په پرانستې فضا کې  خيمې  درولي وي  .
ټاکل شوې ده دغه خيمې دپوليسو په مرسته دشنبې تر ورځې  پورې راټولې شي .
دفرانسې مامورينو دپاريس په شمال ختيځ کې دپناه غوښتوونکو د خيمو دراټولولو  کار پيل کړى دى .
  څه ناڅه ٣٠٠٠ مهاجر او پناه غوښتوونکي له څو اونيو راپديخوا دفرانسې په  پايتخت کې   تر ځمکې  لاندې اوسپني پټلي  ستالينګراد دتمځي  په  شاوخوا کې  خيمې درولي دي .
  دسيمه ئيزو پوليسو دادارې يوه وياند ويلي دي چې ددغو خيمو دراټولولو کار تراوسه پورې په ارامۍ سره  پرمخ تللى دى ويل شوي دي چې  تر پرون پورې ١٢٦٥ پناه غوښتوونکي له هغه ځاى څخه ليږدول شوي دي .
ددغو خيمو دراټولولو لپاره څه ناڅه ٦٠٠ پوليسان  په سيمه کې موظف  کړى شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته