کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٣١ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د کانونو وزارت د پاليسۍ د چارو له سلاکار احمدسميرنجيب سره په کتنه کې وويل چې دغه وزارت چمتو دى د عينکو د مسو د کان د ساحې لرغوني آثار وليږدوي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې د کانونو وزارت د پاليسۍ د چارو سلاکار وويل چې د کانونو وزارت ټول وسايل او تجهيزات په کيندنوکې کارول کيږي چې د امريکا د متحده ايالاتو له خوا مرسته شوې ده او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په واک کې ورکول کيږي.
په دې کتنه کې پوهاندمحمدرسول باوري څرګنده کړه چې دغه وزارت د هغه تفاهم ليک له مخې چې د دواړو وزارتونو ترمنځ لاسليک کيږي، د عينکو د مسو د کان د ساحې د لرغونو او تاريخي آثارو د ليږدونې غوښتنه کوي.
د عينکو د مسو د کان د ساحې آثار له دويمې ميلادي پيړۍ څخه تر اوومې ميلادي پيړۍ پورې اړه لري چې خټينې او ډبرينې مجسمې او لرګينې او فلزي سکې پکې شاملې دي.
0 1 دقیقه لوستل