ورزش

کرکټ: زمبابوې له افغانستان سره ۲۰ آوريزې لوبې لغو کړې

 بي بي سي / د زمري ١٩مه / باختر
زمبابوې له افغانستان سره پنځه ۲۰ آوريزې لوبې د کرونا وېروس وبا له امله  لغو کړې دي.
ټاکل شوې وه دغه لوبې د زمبابوي په هرارې کې ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه لوبې چې د کرېکټ ٢٠ آوريز نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېدې، لومړی په جون مياشت کې پلان شوې وې چې وروسته بيا اګست ته وځنډول شوې او اوس د زمبابوې له خوا لغو شوې دي.
د زمبابوې کرکټ بورډ وايي، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د پېښو د زياتوالي له امله يې حکومت د لوبغاړو او کارکوونکو دروغتيا خونديتوب په موخه دغه پرېکړه کړې ده.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته