قاهررويترز باختردزمري دمياشتې١٥ :
د اخوان المسلمين ډلې پرون د دغه واقعيت د منلو په باب چې محمد مرسي به نور خپل پخواني مقام ته ستون نه شي ، د نړيوالو استازو وړانديز رد کړ.
د امريکا او د اروپا داتحاديې استازو چې هلې ځلې کوي د مصر سياسي بحران حل او فصل کړي د اخوان المسلمين د ډلې دويم شخص خيرت الشاطر چې په جيل کې شپې سبا کوي پرون سهار وکتل.
د رويترز د خبري آژانس دخبرله مخې ، خيرت الشاطر دامريکا او داروپا داتحاديې له استازو سره په خپلو خبرو کې وويل ، چې دى بايد له محمد مرسي سره د طرحه شويو مسلو په باب سلا مشوره وکړي.
د سياسي مسلو کاپوهانو د دغو خبرو بهير لنډ اوپه ورته وخت کې رغنده او ګټور بللى دى.
له بلې خوا د مصر يو جګپوړې پوځي خبر ځاى ويلي دي چې د مصر اردو او لنډ مهال دولت دغې ډلې ته د اخوان المسلمين د بندي غړو د آزادۍ ، د هغوي دشتمنيو دبنديز د لرې کولو او دغه راز د مصر د سياسي بحران د پاى ته رسولو په مقصد دکابينې د دريو پستونو وړانديز کړى دى .
په همدي حال کې د مصر د اردو ويندوى احمد علي وايي چې لا تروسه پورې دمصر د اردو او د اخوان المسلمين د ډلې ترمنځ موافقه نه ده شوې .