– کابل / د وري ٢٣مه / باختر
دوه وسله وال طالبان په پروان کې په خپلمنځي جګړه کې ووژل شول.
د٢٠١ سېلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د پروان د جبل السراج ولسوالۍ په کوز ګذر کلي کې په خپلمنځي جګړه کې ووژل شول.
خپلمنځي جګړې په وار وار د وسله والو طالبانو ترمنځ د ځينو اختلافاتو پر سر رامنځته شوي دي.
پاى ذ